د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول.
سرچینه زیاتوي، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېلهګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
دغه راز په دغو پروژو کې د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.
اقتصادي معاونیت ټینګار کړی، چې یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.


