Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې
    افغانستان

    تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

    عمران آغاعمران آغا24 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

    اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول.

    سرچینه زیاتوي، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېله‌ګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

    دغه راز په دغو پروژو کې د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره‏ د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول،‏ د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.

    اقتصادي معاونیت ټینګار کړی، چې یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.

    مخکینۍ مقالهامریکا وایي، د زرین ګنبد دفاعي سيسټم ازموینه په بریالیتوب ترسره شوې
    راتلونکي مقاله د ایران د پارلمان غړی، کامران غضنفري: له مجتبی خامنه‌ای سره د شهباز شریف لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پلان برخه ده او موخه یې د خامنه ای له منځه وړل دي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو خوست کې د خپلې مېرمنې او شپږ میاشتنۍ ماشومې قاتل نیولی

    3 سپتمبر 2026

    په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړل شوی

    3 سپتمبر 2026

    خوست کې د جعلي امریکايي ډالرو د پېر او پلور په تړاو دوه کسان نیول شوي

    3 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 4 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    امنیتي ځواکونو خوست کې د خپلې مېرمنې او شپږ میاشتنۍ ماشومې قاتل نیولی

    3 سپتمبر 2026

    په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړل شوی

    3 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    4 سپتمبر 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د خپلې مېرمنې او شپږ میاشتنۍ ماشومې قاتل نیولی

    3 سپتمبر 2026

    په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړل شوی

    3 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.