د ایران د پارلمان غړي، کامران غضنفري د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري له مجتبی خامنهای سره د لیدنې لېوالتیا ته غبرګون ښودلی.
هغه ویلي، دا لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د هغه پلان برخه ده، چې د مجتبی خامنه ای د ترور لپاره طرحه شوې ده.
غضنفري ټینګار کړی، امریکا او صهیونیستي رژیم هڅه کوي مجتبی خامنهای په نښه کړي او د ده په وینا، د دغه پلان د عملي کولو لپاره له «کورنیو امریکاپالو څېرو» څخه هم د کار اخیستنې شونتیا شته.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان پوځي رژیم لومړي وزیر شهباز شریف تازه د ایران له مذهبي مشر، مجتبی خامنهای سره د لیدنې هیله څرګنده کړې ده.


