نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې جاپان کې د «مکخالا» او «هیګوس» استوایي توپانونو له امله ټرانسپورټ سیسټم ګډوډ شوی او شاوخوا یو میلیون کسانو ته د کورونو د پرېښودو امر شوی دی.
ویل شوي، دغه راز د دغه هېواد له هوایي ډګرونو تر ۲۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوي، لسګونه رېلګاډي درول شوي او یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي.
له بل لوري د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې د زیات خطر خبرداری ورکړی دی.


