Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟
    سیاسي لیکني

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    عمران آغاعمران آغا30 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کوم کسان چې د دولت او ملت په چوکاټ کې یوازې د خپلو شخصي ګټو او خیالي مرتبو د لوړولو په لټه کې وي او په فکر کې یې له دې پرته بل څه ډیر ارزښت نه لري، تل هڅه کوي ځان هغه لوري ته ورنږدې کړي چې خپله ګټه پکې ویني او د هیلو څراغ یې روښانه کولی شي، که دا چاره د دروغو او بشپړو ناسمو ادعاوو پر بنسټ هم ولاړه وي.

    د دې ګټو او امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره هېڅکله دا سوچ نه کوي چې څه باید قرباني کړي او څه باید د خپلې ګټې او تاوان لپاره وړاندې کړي؛ ډیر کله په دې فکر کې وي چې په څومره کچه د خپل باور او شهرت په قرباني کولو سره څو برابره نوره ګټه ترلاسه کولای او څنګه یو ګام نور هم وړاندې تللای شي.

    دا ډول کسان په حقیقت کې هغه دوه مخي منافقان دي چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره په هر قالب کې ځانونه جوړوي، دې ته چمتو وي چې په هره څېره او هر ډول دریځ راڅرګند شي، ترڅو د ځان لپاره کومه دروازه پرانیزي او له هغې لارې د ننه شي.

    کله ځانونه د خلکو تر ټولو ستر خیر غوښتونکي معرفي کوي او د قربانۍ، سرښندنې او د ملت د ګټو د ساتنې خبرې کوي، کله بیا همدا ټولې ښېګڼې او ادعاوې په یوه شېبه کې په کرکه، کینې او دښمنۍ بدلېږي، ترڅو که وکولای شي د تمثیل او نقش لوبولو له لارې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي.

    یو شمېر هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال په لوړو دولتي بستونو کې مقرر وو او د خلکو په نظر د دولت او رسنیو پېژندل شوې او مطرح څېرې ګڼل کېدې، د دې لپاره چې خپلې ګټې خوندي کړي او د خپل مقام او شهرت له لارې لوی عواید ترلاسه کړي، د هر کار کولو او پر هر حقیقت پښو ایښودلو ته چمتو وو. آن تر دې چې دښمنۍ به یې رامنځته کولې او له هر چا به یې یو بت جوړاوه ترڅو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

    له همدې مواردو څخه یو هم دا و چې دوی به همېشه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شته ترینګلتیاوو ناوړه ګټه پورته کوله او د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې یې د افغانانو له کرکې او ناخوښۍ څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوله. د پاکستان پر ضد به یې د خلکو احساسات راپارول، ځانونه به یې د ملي ګټو ساتونکي بلل، د ملت په کرکه او نفرت یې د پاکستان د حاکمیت د دېوالونو په وهلو سره ځانونه د دې ډګر مخکښان ښودل؛ حال دا چې دا ټولې صحنې مصنوعي او له ځانه جوړې شوې وې، ترڅو په مټ یې خپل ځای وساتي.

    اوس چې د دې سرګردانې ډلې لاس له هرې خوا رالنډ شوی او د هغه ناسم دریځ له امله چې غوره کړی یې و، څنډې ته لوېدلې ده، نه هغه پخواني احساسات لري او نه هم د پاکستان په وړاندې هغه غټې خبرې کوي. برعکس، تر پخوا ډېره پاکستان ته ور نږدې شوې ده، ځکه باور لري چې په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان ترڅنګ درېدل د دوی لپاره ګټور تمامېدای شي.

    په دې کې شک نشته چې د افغانستان ملت لا هم هماغه ملت دی، د پاکستان د دښمنانه او خصمانه سیاستونو پر وړاندې هماغه غوسه، کرکه او ناخوښي د خلکو په زړونو کې په څپو ده؛ خو هغه کسان چې پخوا به یې ځانونه د افغان ملت خواخوږي استازي معرفي او د پاکستان پر ضد به یې شعارونه ورکول، نن هماغه دوه مخې طبقه چوپ ده او د پاکستان د خونړیو کړنو او بې رحمه تېریو پر وړاندې یې خوله بنده کړې ده.

    برعکس، کله چې د افغانستان ځواکمن حاکمیت پاکستان ته کلک او قاطع ځواب ورکوي، د دوی له خولو منافقانه خبرې اورېدل کېږي او د موضوع د پلټنې او حقیقت موندنې غوښتنه کوي. داسې برېښي چې دوی دې پایلې ته رسېدلي دي چې د پاکستان د رژیم له دریځونو سره په نږدې کېدو کولای شي خپلې ګټې خوندي کړي، په رسنیو او د مخالفو ډلو په منځ کې ځان ته یو نسبي ځای ومومي.

    په واضح توګه داسې څرګندېږي چې دا کسان په حقیقت کې داسې دوه مخي انسانان دي، کوم چې یوازې د خپلو شخصي ګټو او امتیازاتو په فکر کې دي. د دې ملت درد، کړاو او اوښکې ورته هېڅ ارزښت نه لري، بلکې یوازې یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ډال په توګه کاروي.

    دلته باید دې حقیقت ته پام وشي چې دا ډول کسان هېڅکله هغه پیاوړي او د باور وړ ستنې نه شي کېدای چې ملت دې د اړتیا او حساسو شرایطو په مهال تکیه پرې وکړي، ورباندې ډاډمن واوسي او په ملاتړ یې اطمنان ولري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر اوسېدونکو د پاکستاني رژيم پر وړاندې د هېواد دفاع ته د چمتووالي اعلان وکړ
    راتلونکي مقاله هند پر افغانستان د پاکستاني رژيم بريدونه ښکاره تېری بللی

    مربوطه لیکنې

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    24 جون 2026

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    22 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 جون 2026

    د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر چین ته رسېدلی

    د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو…

    مولوي عطاءالله عمري د UNDP له استازي سره د کرنې پر پراختیا خبرې کړي

    30 جون 2026

    ايراني او امريکايي استازي د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوي

    30 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر چین ته رسېدلی

    30 جون 2026

    مولوي عطاءالله عمري د UNDP له استازي سره د کرنې پر پراختیا خبرې کړي

    30 جون 2026

    ايراني او امريکايي استازي د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوي

    30 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،224 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.