کوم کسان چې د دولت او ملت په چوکاټ کې یوازې د خپلو شخصي ګټو او خیالي مرتبو د لوړولو په لټه کې وي او په فکر کې یې له دې پرته بل څه ډیر ارزښت نه لري، تل هڅه کوي ځان هغه لوري ته ورنږدې کړي چې خپله ګټه پکې ویني او د هیلو څراغ یې روښانه کولی شي، که دا چاره د دروغو او بشپړو ناسمو ادعاوو پر بنسټ هم ولاړه وي.
د دې ګټو او امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره هېڅکله دا سوچ نه کوي چې څه باید قرباني کړي او څه باید د خپلې ګټې او تاوان لپاره وړاندې کړي؛ ډیر کله په دې فکر کې وي چې په څومره کچه د خپل باور او شهرت په قرباني کولو سره څو برابره نوره ګټه ترلاسه کولای او څنګه یو ګام نور هم وړاندې تللای شي.
دا ډول کسان په حقیقت کې هغه دوه مخي منافقان دي چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره په هر قالب کې ځانونه جوړوي، دې ته چمتو وي چې په هره څېره او هر ډول دریځ راڅرګند شي، ترڅو د ځان لپاره کومه دروازه پرانیزي او له هغې لارې د ننه شي.
کله ځانونه د خلکو تر ټولو ستر خیر غوښتونکي معرفي کوي او د قربانۍ، سرښندنې او د ملت د ګټو د ساتنې خبرې کوي، کله بیا همدا ټولې ښېګڼې او ادعاوې په یوه شېبه کې په کرکه، کینې او دښمنۍ بدلېږي، ترڅو که وکولای شي د تمثیل او نقش لوبولو له لارې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي.
یو شمېر هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال په لوړو دولتي بستونو کې مقرر وو او د خلکو په نظر د دولت او رسنیو پېژندل شوې او مطرح څېرې ګڼل کېدې، د دې لپاره چې خپلې ګټې خوندي کړي او د خپل مقام او شهرت له لارې لوی عواید ترلاسه کړي، د هر کار کولو او پر هر حقیقت پښو ایښودلو ته چمتو وو. آن تر دې چې دښمنۍ به یې رامنځته کولې او له هر چا به یې یو بت جوړاوه ترڅو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
له همدې مواردو څخه یو هم دا و چې دوی به همېشه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شته ترینګلتیاوو ناوړه ګټه پورته کوله او د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې یې د افغانانو له کرکې او ناخوښۍ څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوله. د پاکستان پر ضد به یې د خلکو احساسات راپارول، ځانونه به یې د ملي ګټو ساتونکي بلل، د ملت په کرکه او نفرت یې د پاکستان د حاکمیت د دېوالونو په وهلو سره ځانونه د دې ډګر مخکښان ښودل؛ حال دا چې دا ټولې صحنې مصنوعي او له ځانه جوړې شوې وې، ترڅو په مټ یې خپل ځای وساتي.
اوس چې د دې سرګردانې ډلې لاس له هرې خوا رالنډ شوی او د هغه ناسم دریځ له امله چې غوره کړی یې و، څنډې ته لوېدلې ده، نه هغه پخواني احساسات لري او نه هم د پاکستان په وړاندې هغه غټې خبرې کوي. برعکس، تر پخوا ډېره پاکستان ته ور نږدې شوې ده، ځکه باور لري چې په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان ترڅنګ درېدل د دوی لپاره ګټور تمامېدای شي.
په دې کې شک نشته چې د افغانستان ملت لا هم هماغه ملت دی، د پاکستان د دښمنانه او خصمانه سیاستونو پر وړاندې هماغه غوسه، کرکه او ناخوښي د خلکو په زړونو کې په څپو ده؛ خو هغه کسان چې پخوا به یې ځانونه د افغان ملت خواخوږي استازي معرفي او د پاکستان پر ضد به یې شعارونه ورکول، نن هماغه دوه مخې طبقه چوپ ده او د پاکستان د خونړیو کړنو او بې رحمه تېریو پر وړاندې یې خوله بنده کړې ده.
برعکس، کله چې د افغانستان ځواکمن حاکمیت پاکستان ته کلک او قاطع ځواب ورکوي، د دوی له خولو منافقانه خبرې اورېدل کېږي او د موضوع د پلټنې او حقیقت موندنې غوښتنه کوي. داسې برېښي چې دوی دې پایلې ته رسېدلي دي چې د پاکستان د رژیم له دریځونو سره په نږدې کېدو کولای شي خپلې ګټې خوندي کړي، په رسنیو او د مخالفو ډلو په منځ کې ځان ته یو نسبي ځای ومومي.
په واضح توګه داسې څرګندېږي چې دا کسان په حقیقت کې داسې دوه مخي انسانان دي، کوم چې یوازې د خپلو شخصي ګټو او امتیازاتو په فکر کې دي. د دې ملت درد، کړاو او اوښکې ورته هېڅ ارزښت نه لري، بلکې یوازې یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ډال په توګه کاروي.
دلته باید دې حقیقت ته پام وشي چې دا ډول کسان هېڅکله هغه پیاوړي او د باور وړ ستنې نه شي کېدای چې ملت دې د اړتیا او حساسو شرایطو په مهال تکیه پرې وکړي، ورباندې ډاډمن واوسي او په ملاتړ یې اطمنان ولري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


