د هند بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغانستان د ترسره شویو هوايي بریدونو، چې له امله یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپيان شول، په کلکو ټکو غندنه کړې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي «د پاکستان دغه ښکاره تېری د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.»
یاد وزارت دغه اقدام د پاکستان د بېپروا چلند د دوام برخه بللې او ویلي یې دي چې اسلاماباد په دې ډول هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ پټې کړي.
هند همداراز د بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د شهید شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني شریکه کړې ده.
نوي ډیلي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړ کوي.


