د لیبیا ولسمشرۍ شورا د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر حسین العائب له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې عبدالمجید ملیقطة د استخباراتو نوي مشر په توګه ټاکلي دي.
د لیبیایي رسنیو د راپورونو له مخې یادې شورا ویلي، چې دا پرېکړه یې د دولتي ادارو د منظم فعالیت او د ملي ګټو خوندي کولو په موخه کړې.
په ورته مهال د لیبیا د ولسمشرۍ شورا مخکښ غړي موسی الکوني دغه ګمارنې غیر قانوني بللې، چې ورسره په لیبیا کې د مهمو امنیتي ادارو د مدیریت پر سر اختلافات یو ځل بیا راژوندي شوي.


