د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د هېواد ټولګټو وزارت دا مهال د لویو لارو او سړکونو ۷۴ پروژې تر کار لاندې لري.
سرچینې زیاته کړې، چې د کابل–غزني دویم لین سړک، د سالنګونو لویه لار، د کونړ نورستان سړک، د دشت ارچي – کندوز سړک، د کندهار سپین بولدک سړک، د میمنې–فردوس سړک، د کندهار هلمند سړک، بادغیس کې حقلوي سړک او قوشتېپې–درزاب سړک له مهمو پروژو څخه دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دغو پروژو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ۱۳۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۹ زره ۴۹۳ عرادې ماشینري کار بوخته ده.


