Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه
    سیاسي لیکني

    بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه

    عمران آغاعمران آغا1 جولای 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د جمهوریت یو شمېر تښتېدلو او ماتې خوړلو څېرو یو ځل بیا د «ملي اجماع» تر شعار لاندې هڅې پیل کړې دي چې د افغانستان په سیاسي معادلو کې ځان ته ځای ومومي. دا په داسې حال کې ده چې همدا کسان په تېرو کلونو کې نه یوازې د هېواد د یووالي او ثبات په ټینګښت کې پاتې راغلل، بلکې ډېرو هغو یې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، د خپلو ناکامیو د مسؤلیت د منلو پر ځای، بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه او له هغه ځایه یې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ.

    د جمهوریت پر مهال د کابل پخواني والي احمدالله علیزي په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځي رژیم او د افغان حکومت ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، د بې‌ ثباتۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې حکومت د افغانستان ټول سیاسي جریانونه، شخصیتونه او د ټولنې بېلابېل قشرونه د تفاهم او ملي اجماع تر چتر لاندې راټول کړي. خو دا یوازې د یوه شخص دریځ نه دی؛ له اشرف غني نیولې، د جمهوریت د دورې تر ډېرو پخوانیو چارواکو او ټیټ پوړو څېرو پورې ټولو یې همدا شعار بیا بیا تکرار کړی او «ملي اجماع» یې د هېواد د ستونزو حل لار بللې ده.

    د پام وړ ټکی دا دی چې احمدالله علیزي خپله د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې په پاکستان کې د آی ایس آی د یوه ملاتړي بنسټ په کوربتوب جوړې شوې غونډې ته ورغلی و. په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر پېژندل شوي شخصیتونه چې اوس مخالفين دي، هم حاضر وو. له همدې امله، د داسې کسانو له لوري د ملي اجماع د شعار مطرح کول، د دې پر ځای چې د هېواد د برخلیک په اړه د اندېښنې څرګندونه وي، تر ډېره د دې لپاره هڅه ښکاري چې بېرته سیاسي ډګر ته راستانه شي او د واک په جوړښت کې خپله ونډه ترلاسه کړي.

    په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان حکومت د واک له ترلاسه کولو راهیسې د ټولو سیاسي شخصیتونو او پخوانیو چارواکو پر مخ د بېرته راستنېدو دروازه پرانیستې پرېښې او څو څو ځله یې ترې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي. خو ډېری هغه کسان چې نن د ملي اجماع خبرې کوي، نه یوازې دې بلنې ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې په تېرو کلونو کې یې په هغو غونډو او پروګرامونو کې هم ګډون کړی چې موخه یې پر افغانستان سیاسي فشار راوستل او د حکومت پر وړاندې د مخالفو جبهاتو رامنځته کول وو.

    له بلې خوا اساسي پوښتنه دا ده چې همدا بهر مېشتي تر کومه بریده اجماع ته رسېدلي دي؟ هغه کسان چې نن افغانستان ته د ملي اجماع نسخه وړاندې کوي، په خپلو منځونو کې د ډېرو لومړنیو سیاسي موضوعاتو په سر هم ګډ نظر نه لري. په تېرو کلونو کې له هېواده بهر لسګونه سیاسي جریانونه، شوراوې، ائتلافونه او غونډې جوړې شوې، خو هېڅ یوه ونه توانېده چې د خپلو ټولو غړو لپاره یو ګډ او د منلو وړ دریځ رامنځته کړي. شخصي اختلافونه، سیاسي سیالۍ او متضادې ګټې د دې لامل شوې چې هغوی په یوې وېشلې، ګډوډې او بې‌ انسجامه ټولګې بدل شي.

    سربېره پر دې، د افغانستان خلکو لا هم د جمهوریت د دورې کارنامې نه دي هېرې کړې. پراخ اداري فساد، خپلمنځي اختلافونه، له بهرنیانو سره سیاسي او امنیتي تړاو او په پای کې د خلکو له فرهنګي او اقتصادي شتمنیو سره خیانت، هغه واقعیتونه دي چې د ددې دورې پر ډېرو څېرو یې د خلکو باور له منځه وړی دی. له همدې امله، هر ځل چې دا کسان په نویو شعارونو ډګر ته راودانګي، د خلکو له پراخ هرکلي سره نه مخامخ کېږي.

    همدارنګه، د پام وړ خبره دا ده چې د ملي اجماع د شعار مطرح کوونکي، کله چې د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې کوي، د افغانستان په بې‌ ثباته کولو کې د پاکستان د رول، د بهرنیو فشارونو، د غرب د بندیزونو او نورو هغو عواملو هېڅ یادونه نه کوي چې د هېواد پر وضعیت اغېز لري، پر ځای یې د حل لاره په دې کې لټوي چې دوی او د دوی همفکره کسان بېرته سیاسي ډګر ته راستانه شي. حال دا چې که موخه رښتیا هم د خلکو د ګډو ګټو ساتنه وي، نو اړینه ده چې د افغانستان پر وضعیت د اغېز لرونکو ټولو عواملو په اړه په رښتیني او واقع‌ بینانه توګه بحث وشي.

    له همدې امله، هغه څه چې نن د بهر مېشتو د یوې برخې له لوري د «ملي اجماع» تر عنوان لاندې مطرح کېږي، تر دې چې یو عملي او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمون لرونکې طرحه وي، د تېرو ناکامیو د جبران او بېرته سیاسي ډګر ته د راستنېدو لپاره یوه پلمه ښکاري. هغه کسان چې نه یې په تېر کې خپل منځي اجماع رامنځته کړای شوه او نن هم د اړتیا وړ یووالي او انسجام څښتنان نه دي، نه شي کولای یوازې د همدې شعار په تکرارولو سره خپلې تېرې ناکامۍ د خلکو له حافظې پاکې کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان هوايي ځواکونو هغه مرکزونه بمبار کړل چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر ضد بریدونه ترې همغږي کېدل
    راتلونکي مقاله د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه تایید شوه

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    30 جون 2026

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    24 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 جولای 2026

    ترکي NKY شرکت افغانستان کې د برښنا تاسیساتو پر بیارغونې پانګونه کوي

    د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ‏ترکي (NKY) شرکت غواړي افغانستان کې د برښنا تولید…

    د ايران او امريکا د کړکېچ پای؛ امريکايي بي-۵۲ الوتکې د بريتانيا له فېرفورډ‌ هډې څخه ووتلې

    2 جولای 2026

    د ا.ا لوړپوړی پلاوی د خامنه‌یی د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ

    2 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکي NKY شرکت افغانستان کې د برښنا تاسیساتو پر بیارغونې پانګونه کوي

    2 جولای 2026

    د ايران او امريکا د کړکېچ پای؛ امريکايي بي-۵۲ الوتکې د بريتانيا له فېرفورډ‌ هډې څخه ووتلې

    2 جولای 2026

    د ا.ا لوړپوړی پلاوی د خامنه‌یی د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ

    2 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.