د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه.
د معلوماتو له مخې، یاد مارکېټ د مالیې وزارت پر ځمکه په شپږو پوړونو کې جوړېږي، چې د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې به ولري.
د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې، په دې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث شوی.
دغه طرحې اړوندو وزارتونو ته راجع شوې، څو یې په اړه څېړنه ترسره او راپورونه یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.


