په دې وروستیو کې د جمهوریت یو شمېر تښتېدلو او ماتې خوړلو څېرو یو ځل بیا د «ملي اجماع» تر شعار لاندې هڅې پیل کړې دي چې د افغانستان په سیاسي معادلو کې ځان ته ځای ومومي. دا په داسې حال کې ده چې همدا کسان په تېرو کلونو کې نه یوازې د هېواد د یووالي او ثبات په ټینګښت کې پاتې راغلل، بلکې ډېرو هغو یې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، د خپلو ناکامیو د مسؤلیت د منلو پر ځای، بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه او له هغه ځایه یې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د جمهوریت پر مهال د کابل پخواني والي احمدالله علیزي په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځي رژیم او د افغان حکومت ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې حکومت د افغانستان ټول سیاسي جریانونه، شخصیتونه او د ټولنې بېلابېل قشرونه د تفاهم او ملي اجماع تر چتر لاندې راټول کړي. خو دا یوازې د یوه شخص دریځ نه دی؛ له اشرف غني نیولې، د جمهوریت د دورې تر ډېرو پخوانیو چارواکو او ټیټ پوړو څېرو پورې ټولو یې همدا شعار بیا بیا تکرار کړی او «ملي اجماع» یې د هېواد د ستونزو حل لار بللې ده.
د پام وړ ټکی دا دی چې احمدالله علیزي خپله د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې په پاکستان کې د آی ایس آی د یوه ملاتړي بنسټ په کوربتوب جوړې شوې غونډې ته ورغلی و. په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر پېژندل شوي شخصیتونه چې اوس مخالفين دي، هم حاضر وو. له همدې امله، د داسې کسانو له لوري د ملي اجماع د شعار مطرح کول، د دې پر ځای چې د هېواد د برخلیک په اړه د اندېښنې څرګندونه وي، تر ډېره د دې لپاره هڅه ښکاري چې بېرته سیاسي ډګر ته راستانه شي او د واک په جوړښت کې خپله ونډه ترلاسه کړي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان حکومت د واک له ترلاسه کولو راهیسې د ټولو سیاسي شخصیتونو او پخوانیو چارواکو پر مخ د بېرته راستنېدو دروازه پرانیستې پرېښې او څو څو ځله یې ترې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي. خو ډېری هغه کسان چې نن د ملي اجماع خبرې کوي، نه یوازې دې بلنې ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې په تېرو کلونو کې یې په هغو غونډو او پروګرامونو کې هم ګډون کړی چې موخه یې پر افغانستان سیاسي فشار راوستل او د حکومت پر وړاندې د مخالفو جبهاتو رامنځته کول وو.
له بلې خوا اساسي پوښتنه دا ده چې همدا بهر مېشتي تر کومه بریده اجماع ته رسېدلي دي؟ هغه کسان چې نن افغانستان ته د ملي اجماع نسخه وړاندې کوي، په خپلو منځونو کې د ډېرو لومړنیو سیاسي موضوعاتو په سر هم ګډ نظر نه لري. په تېرو کلونو کې له هېواده بهر لسګونه سیاسي جریانونه، شوراوې، ائتلافونه او غونډې جوړې شوې، خو هېڅ یوه ونه توانېده چې د خپلو ټولو غړو لپاره یو ګډ او د منلو وړ دریځ رامنځته کړي. شخصي اختلافونه، سیاسي سیالۍ او متضادې ګټې د دې لامل شوې چې هغوی په یوې وېشلې، ګډوډې او بې انسجامه ټولګې بدل شي.
سربېره پر دې، د افغانستان خلکو لا هم د جمهوریت د دورې کارنامې نه دي هېرې کړې. پراخ اداري فساد، خپلمنځي اختلافونه، له بهرنیانو سره سیاسي او امنیتي تړاو او په پای کې د خلکو له فرهنګي او اقتصادي شتمنیو سره خیانت، هغه واقعیتونه دي چې د ددې دورې پر ډېرو څېرو یې د خلکو باور له منځه وړی دی. له همدې امله، هر ځل چې دا کسان په نویو شعارونو ډګر ته راودانګي، د خلکو له پراخ هرکلي سره نه مخامخ کېږي.
همدارنګه، د پام وړ خبره دا ده چې د ملي اجماع د شعار مطرح کوونکي، کله چې د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې کوي، د افغانستان په بې ثباته کولو کې د پاکستان د رول، د بهرنیو فشارونو، د غرب د بندیزونو او نورو هغو عواملو هېڅ یادونه نه کوي چې د هېواد پر وضعیت اغېز لري، پر ځای یې د حل لاره په دې کې لټوي چې دوی او د دوی همفکره کسان بېرته سیاسي ډګر ته راستانه شي. حال دا چې که موخه رښتیا هم د خلکو د ګډو ګټو ساتنه وي، نو اړینه ده چې د افغانستان پر وضعیت د اغېز لرونکو ټولو عواملو په اړه په رښتیني او واقع بینانه توګه بحث وشي.
له همدې امله، هغه څه چې نن د بهر مېشتو د یوې برخې له لوري د «ملي اجماع» تر عنوان لاندې مطرح کېږي، تر دې چې یو عملي او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمون لرونکې طرحه وي، د تېرو ناکامیو د جبران او بېرته سیاسي ډګر ته د راستنېدو لپاره یوه پلمه ښکاري. هغه کسان چې نه یې په تېر کې خپل منځي اجماع رامنځته کړای شوه او نن هم د اړتیا وړ یووالي او انسجام څښتنان نه دي، نه شي کولای یوازې د همدې شعار په تکرارولو سره خپلې تېرې ناکامۍ د خلکو له حافظې پاکې کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


