د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د قطر له سفیر، ډاکټر مردف القاشوطي سره کتلي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د سیمې پر وضعیت، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
وزارت زیاتوي، چې دواړو لوريو دغه راز د امنيتي همکاريو او د مخدره توکو سره د مبارزې په اړه هم د اندونو تبادله کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا اړه د قطر د رغنده رول ستایلی دی.


