الجزيرې راپور ورکړی، چې د امريکا او ايران ترمنځ د سولې د یوې دایمي هوکړې د لاسلیک په موخه په خبرو اترو کې د بریالیتوب د هیلو له زیاتېدو سره، د تېلو بیې داسې کچې ته راښکته شوې دي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې نه وې لیدل شوې.
د سرچينې په خبره د پنجشنبې په ورځ د برنټ خامو تېلو بیه له ۱٪ څخه زیاته راکمه شوه او یو بېرل یې له ۷۱ ډالرو څخه ارزانه شو.
په دې سره د تېلو نړیواله بیه بېرته هغې کچې ته ورسېده چې د جګړې له پیلېدو مخکې وه.


