د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د دغه مرکز یوه پلاوي قزاقستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د مخکښو څېړنیزو مرکزونو له مشرانو او متخصصینو سره کتلي.
د یاد مرکز د خبرپاڼې له مخې، دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر علمي او څېړنیزو همکاریو، دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییز اتصال، د سیمې په کچه ترانسپورتي دهلېزونو او افغان ټرانس پروژې تخصصي او تفصیلي بحثونه شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان او قزاقستاني لوریو دغه راز د دوهاړخیزو علمي او مطالعاتي همکاریو پر اهمیت او دوام هم ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هیله څرګنده کړې، چې د دغو څېړنیزو بحثونو په پایله کې تحلیلي یادښتونه او وړاندیزونه به په اړوندو برخو کې پر دوهاړخیزو همکاریو مثبتې اغېزې وښندي.


