د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې پلازمېنې دمشق په يوه کافه کې ترسره شوی برید، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلی دی.
د یاد وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان پر ملکي وګړو بریدونه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بولي او د سوريې امنيت او ثبات ته دغه ډول پېښې د اندېښنې وړ ننګونه ګڼي.


