د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې ملا عبدالغني برادر، د ایران د سفر پر مهال په تهران کې د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي دي.
د سرچينې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې ملا برادر د ایران د پخواني مذهبي مشر د مړینې له امله د ایران له حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
ښاغلي برادر ویلي، افغانستان او ایران د ګډو ګټو او تاریخي اړیکو لرونکي ګاونډیان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخولو ته زمینه برابره ده.
نوموړي همداراز د ایران پر وړاندې وروستي پوځي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف بللي دي.
په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او ويلي یې دي، چې شته ظرفیتونه او فرصتونه باید د دواړو هېوادونو او ولسونو د ګډو ګټو لپاره وکارول شي.


