بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي امیرخان متقي، په تهران کې د بنګلدېش د پارلمان له رئیس، حافظالدین احمد سره کتلي دي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ شته ظرفیتونه مهم بللي او ټینګار یې کړی، چې له دغو فرصتونو څخه باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د بنګلدېش د پارلمان رئیس هم د افغانستان او بنګلدېش اړیکې تاریخي يادې کړي، او په وينا یې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په بهیر کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.


