Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»افغانستان سره د اروپا تعامل؛ د مخالفینو دریځونه او راتلونکی
    سیاسي لیکني

    افغانستان سره د اروپا تعامل؛ د مخالفینو دریځونه او راتلونکی

    عمران آغاعمران آغا5 جولای 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بروکسل وروستۍ ناسته د افغانستان د بهرني سیاست په معادله کې یو داسې بدلون رابرسېره کړ، چې نور یې له پامه غورځول ناشونی ښکاري. اروپايي ټولنه د افغان حکومت له رسمي پلاوي سره د مخامخ خبرو مېز ته راغله او د اړیکو د پراختیا او ګډو موضوعاتو د تعقیب پر لارو چارو یې بحث وکړ. په دې سره یې یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان موضوع له افغان حکومت پرته نه شي حل کېدلای.

    دا یوازې یوه ډیپلوماټیکه ناسته نه وه، بلکې یو څرګند سیاسي پیغام یې هم له ځان سره درلود. افغانستان د نړیوالو معادلو یوه اغېزمنه برخه ده او د افغان حکومت حضور نور داسې واقعیت دی چې نه له پامه غورځېدلی شي او نه هم له نړیوالو محاسبو حذف کېدلای شي. د اروپا په زړه کې د افغان حکومت د رسمي پلاوي حضور دا حقیقت لا روښانه کړ چې هر څومره مخالفین د احساساتو، تبلیغاتو او سیاسي فشار له لارې د دې بهیر د مخنیوي هڅه وکړي‌، خو نړیوال سیاست خپل مسیر د شعارونو پر بنسټ نه، بلکې د واقعیتونو پر بنسټ ټاکي.

    کله چې حکومت وکولای شي له اروپا سره مستقیمو خبرو ته لار پیدا کړي، نو دا یوازې یو لیدنه نه، بلکې د سیاسي حضور، اداري ثبات او د هېواد د خبرو د وړتیا نښه هم وي. په مقابل کې د پرځېدلي جمهوریت د رټل شویو څېرو او افغان ملت د دښمنانو غبرګونونه تر ډېره د وارخطایي، خفګان او سیاسي کمزورۍ انعکاس و. د اندېښنو تر نرمې ژبې لاندې یې اصلي تشویش دا و، چې د افغان حکومت او اروپا دا ډول تعامل د دوی هغه پنځه کلن روایت ټکنی کوي چې ګواکې افغانستان به له نړۍ بېل پاته وي.

    د بروکسل غونډې په عملي ډول وښوده چې د مخالفینو د تبلیغاتو اثر نه و. د دوی د تېرو کلونو تګلاره ځکه ناکامه ثابته شوه چې ډېره انرژي یې په شعارونو، غونډو، اعلامیو او پرله‌ پسې تبلیغاتو مصرف کړې وه؛ اما د افغانستان د نړیوال تعامل بهیر یې و نه شو درولای. برعکس د اروپا له لوري د افغان حکومت له استازو سره د خبرو منل دا ښکاره کوي چې نړیوال سیاست د احساساتي فشار تابع نه دی. که یو حکومت په هېواد کې د چارو د سمبالولو عملي ظرفیت ولري، نړۍ ورسره د اړتیا له مخې خبرې او تعامل کوي. دا د افغان حکومت لپاره یو سیاسي امتیاز او د مخالفینو لپاره د محاسبې يوه بله ستره ماتې ده.

    د افغان حکومت د دې تعامل بله لویه ګټه دا ده چې د افغانستان موضوع یې له حاشیې بېرته د تصمیم مرکز ته راوستله. د راپورونو له مخې، د لیدنې بحثونه د قونسلي خدمتونو او د افغانانو د منظم تماس پر محور راڅرخېدل او د اروپايي لوري لپاره دا ناسته د اداري او عملي اړتیاوو د حل یوه لاره وه. کله چې یو حکومت وکولای شي د خپلو اتباعو، قونسلګرۍ او اړیکو په اړه مستقیمه لار پرانیزي، چې دا په اصل کې د ځواک او غښتلي حضور نښه ده.

    د مخالفینو سخت غبرګونونه هم د همدې قوت تر سیوري لاندې کمزوري ښکاري. د ځینو سازمانونو او یو شمېر اروپايي څېرو نیوکې تر ډېره د خپلو ارزښتونو له زاویې مطرح شوې، خو د دوی له هرې جملې ښکاري چې د افغان حکومت له فعال حضور سره د مخالفت اصلي علت يې سیاسي اضطراب دی. دوی پوهېږي چې هره مستقیمه ناسته، هره وېزه او هره رسمي کرښه د هغه روایت پر ضد کار کوي چې دوی یې کلونه تکراروي.

    د بروکسل تر ناستې وروسته د حلیم فدايي، نصیراحمد فایق، شکریې بارکزۍ او یو شمېر اروپايي سیاستوالو غبرګونونه په حقیقت کې د افغان حکومت د تعامل د سیاسي اغېز اعتراف دی. که دا لیدنه بې‌ ارزښته او بې‌ اغېزې وای، نو دومره پرله‌ پسې اعتراضونه، اعلامیې او اندېښنې به نه مطرح کېدې. دوی هڅه کوي دا تعامل د مشروعیت ورکولو او عادي‌ سازۍ په نوم تعبیر کړي، خو له دې پوښتنې تېرېږي چې د افغانستان د کډوالو، قونسلي خدمتونو، امنیتي او نورو ګډو موضوعاتو حل له مستقیم تعامل پرته ممکن نه دی.

    تر اوسه د افغان حکومت مخالفينو کوم عملي بدیل نه دی وړاندي کړی او نه یې داسې طرحه وړاندې کړې چې د افغانستان د نړیوالو اړیکو اړتیاوې ورسره پوره شي. له همدې امله په دې موضوع کې دوی دریځونه د یوې عملي تګلارې استازیتوب نه کوي، بلکې د هغه سیاسي واقعیت پر وړاندې د ناخوښۍ څرګندونه ده چې افغان حکومت د تعامل له لارې رامنځته کړی دی.

    د افغان حکومت مخالفین اوس له یوې بنسټیزې ستونزې سره مخ دي، دوی نه داسې بدیل لري چې نړیوالو ته پرې قناعت ورکړي او نه هم داسې عملي نقشه چې د افغانستان د اړیکو بهیر بدل کړي. همدې تعامل وښودله چې نړیوال سیاست نور د تبلیغاتي روایتونو او تشو ادعاوو پر ځای د عملي تعامل، اداري او مسؤلیت پر بنسټ مخته ځي.

    د اروپا او افغانستان ترمنځ وروستی تعامل د افغانستان د بهرني سیاست لپاره یو مثبت، پیاوړی او له معنی ډک ګام و. دې تعامل وښودله چې افغان حکومت د نړۍ له مهمو مرکزونو سره د اړیکو توان لري. د هېواد د سیاسي حضور لا هم مهم دی او د مخالفینو اوږد مهاله تبلیغاتي روایت د واقعیت په وړاندې نه شي درېدلای.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېر کال له کندهاره ۱۸۲ زره ټنه وچې او تازه مېوې بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي
    راتلونکي مقاله د ترکیې ولسمشر، رجب طيب اردوغان: اسرائیل جګړه غوښتونکي حکومت ته بايد اجازه ورنه کړل شي، چې سيمه يو ځل بيا د بې ثباتۍ پر لور بوځي

    مربوطه لیکنې

    بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه

    1 جولای 2026

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    30 جون 2026

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 5 جولای 2026

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا کابل ته را لېږدول کېږي

    باوري سرچینې وایي، چې د افغانستان د لومړني ستورمزلي او پیلوټ عبدالاحد مومند، جنازه به…

    له ۴۰ کلن بند وروسته ازاد شوی فلسطینی اسیر ماهر یونس وفات شو

    5 جولای 2026

    د ترکیې ولسمشر، رجب طيب اردوغان: اسرائیل جګړه غوښتونکي حکومت ته بايد اجازه ورنه کړل شي، چې سيمه يو ځل بيا د بې ثباتۍ پر لور بوځي

    5 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا کابل ته را لېږدول کېږي

    5 جولای 2026

    له ۴۰ کلن بند وروسته ازاد شوی فلسطینی اسیر ماهر یونس وفات شو

    5 جولای 2026

    د ترکیې ولسمشر، رجب طيب اردوغان: اسرائیل جګړه غوښتونکي حکومت ته بايد اجازه ورنه کړل شي، چې سيمه يو ځل بيا د بې ثباتۍ پر لور بوځي

    5 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.