د پاکستان پوځي رژیم د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي یو ځل بیا د دغه هېواد پر اوسني حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې روانه سیاسي او امنیتي بېثباتي د ناسمو حکومتي تګلارو پایله ده.
اڅکزي ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم کورنۍ بېثباتي له بهرنیو ګواښونو څو چنده خطرناکه ده او د هېواد د راتلونکي لپاره جدي اندېښنې راولاړوي. هغه ټینګار کړی، چې روان وضعیت دې مهار شي.
هغه د پاکستان پوځي رژیم ته په غیرمستقیم ډول په اشارې ویلي، چې د هېواد موجوده کړکېچ د ناسمو پالیسیو او تګلارو محصول دی. د نوموړي په وینا، د پاکستان د ثبات او پرمختګ لپاره اړینه ده، چې ټولې دولتي ادارې د خپلو قانوني صلاحیتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي او د ولسواکۍ اصولو ته ژمنتیا وښودل شي.
اڅکزي تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مناسبتونو کې د پاکستان پر پوځي رژیم یې سختې نیوکې کړې وې او د هېواد امنیتي او سیاسي ستونزې یې د واکمنو کړنلارو پایله بللې وه.
په ورته وخت کې، د پاکستان پوځي رژیم د بېلابېلو سیاسي ګوندونو یو شمېر مشرانو او چارواکو هم په وروستیو میاشتو کې د حکومت پر پالیسیو نیوکې کړي او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده.


