د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور د جبل السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د جوړولو د پرانیستغونډې پر مهال وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
منصور زیاته کړه، چې د یادې فابریکې جوړېدل پانګوالو ته ځانګړی پیغام لري او د پروان سیمهییزه اداره چمتو ده چې د دې او ورته نورو پروژو د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.


