سي اېن اېن د خپلو دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیل امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ترور لپاره یو نوی پلان جوړ کړی دی.
د یوې سرچینې په وینا، دغه خبرداری د روانې اونۍ په ترڅ کې واشنګټن ته رسول شوی دی.
تر اوسه د دې ادعا شوی پلان نور جزییات نه دي څرګند شوي.


