د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د غچ اخیستنې عملیاتو په درېیو پړاوونو کې یې په اردن، بحرین او کویټ کې د امریکا اړوند یو شمېر مهم پوځي هدفونه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه او ویجاړ کړي دي.
د سپاه د ادعا له مخې، په لومړي پړاو کې د اردن د شهزاده حسن هوايي اډې د توغندیو زېرمتونونه او د سونګ توکو ذخیرې په نښه او وسوځول شوې.
دوی وايي، په دویم پړاو کې د بحرین د شیخ عیسی هوايي اډې د چورلکو د ترمیم او ساتنې مرکزونه، د امریکا د P-8 الوتکې هنګر او د ډرونونو د قوماندې او کنټرول مرکز ویجاړ کړل.
سپاه همداراز ادعا کړې چې د عملیاتو په درېیم پړاو کې یې د کویټ د علي السالم هوايي اډې د سونګ توکو زېرمې او د پاتریوټ هوايي دفاع سیستم، او د احمد الجابر هوايي اډې د FPS ستراتیژیک رادار سیستم په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
تر اوسه د امریکا او د یادو هېوادونو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا ادعاوې په خپلواک ډول هم نه دي تایید شوې.


