څه موده کېږي چې پرديپلوو رسنیو په مجازي فضا کې پراخ تبلیغات پیل کړي، تر څو د افغانستان فضا کړکېچنه وښيي او شپه او ورځ د خپلو تېروتو پلویانو د مصروف ساتلو او د خپل تبلیغاتي بازار ګرم ساتلو لپاره پر خودساخته او دروغجنو موضوعاتو تکیه کوي.
که دغه رسنیزو جګړو ته لږ پام وشي، نو وبه لیدل شي چې د دې ډېرو تبلیغاتي پروژو تر شا د پاکستان د آی ایس آی تور لاس دی؛ هماغه لاس چې د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار د ماشومانو په پاکو وینو او د امید روغتون د شهیدانو په وینو ککړ دی.
کله چې د دې وطن خاینې څېرې د آی ایس آی معاونان(مرسته کوونکي) شي، طبیعي ده چې د هغوی د تبلیغاتو طبله هم په زور وهل کېږي او په مجازي فضا کې د دوی شتون ډېر رنګین ښکاره کېږي. حبیب الله حسام، د مقاومت جبهې د علماوو شورا مشر یو له همدغو کسانو څخه دی چې تل یې د بهرنیو ملاتړ کونکو لخوا پیل شوي تبلیغات او رسنیزې پروژې بیا خپرې کړي او هڅه کوي چې له حساسو موضوعاتو څخه په ناوړه ګټه اخیستلو سره د خلکو احساسات را وپاروي.
د دې تبلیغاتي پروژې په دوام کې، حبیب الله حسام په دې وروستیو کې له «خپل حریم څخه دفاع» تر شعار لاندې د شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان، تخار، بغلان او کندز خلک د افغانستان د اسلامي حکومت په وړاندې مقاومت ته رابللي او حتی ادعا یې کړې ده چې دا مقاومت، له شرعي او عقلي پلوه واجب دی.
خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې حسام، کله چې هېواد له څلوېښتو څخه زیاتو یرغلګرو هیوادونو تر تجاوز او اشغال لاندې راغی، چیرته و چې خلک یې د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې مقاومت او جهاد ته بللي وای؟ څنګه یو څوک چې خپله په بهر کې ژوند کوي، د افغانستان دننه خلک شخړو او جګړې ته رابولي، خو پخپله نه غواړي چې خپله او خپله کورنۍ یې په لږ تکلیف کې راګیر شي؟
هو، دوی د خپلو ګټو لپاره او لکه څنګه چې په تېرو څو لسیزو کې یې د خلکو له وینو سره لوبه وکړه، بیا هم غواړي د خلکو له وینو سره لوبه وکړي او خپلې ګټې خوندي کړي؛ خو نور د دې لوبو وخت تېر شوی او د افغانستان خلک هیڅ سوداګر ته اجازه نه ورکوي چې د احساساتي شعارونو په کارولو سره، د دوی له وینې څخه د ځان لپاره سوداګري جوړه کړي.
له بلې خوا، هغه جبهه چې یوه ورځ یې د ولایتونو د نیولو، تر کنټرول لاندې ساحو د پراخولو او د پرمختګ لپاره د چمتووالي ادعا کوله، نن ولې د میدان پر ځای یوازې د تحریک کونکو پیغامونو په خپرولو او قومي او سمتي اختلافاتو ته په لمن وهلو اکتفا کوي؟ که دا ټولې ادعاوې رښتیا وای، نن دې احساساتي او تحریککوونکو بلنو ته څه اړتیا وه؟
حقیقت دا دی چې له بهر څخه د مقاومت چیغې، د ځواک د نښې په پرتله، د کمزورۍ، نا امیدۍ او د یوې پروژې د ناکامۍ څرګندونه کوي چې په میدان کې خپلو اهدافو ته ونشوه رسېدلی او اوس هڅه کوي چې د رواني جګړې، رسنیزو تبلیغاتو او تفرقې له لارې په عامه افکارو کې ځان ته ځای پیدا کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


