د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د صادراتو کمښت او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد د ام باغداران له درنو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله افغانستان سږ کال د پاکستان هېڅ ام نه دي وارد کړي.
دغه راز د ایران جګړې د سمندري لېږد ستونزې او د بار وړلو لګښتونه زیات کړي، چې د ام صادرات یې کم کړي دي.
د اقلیمي بدلونونو له امله د ام تولید هم د ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې راکم شوی او د باغدارۍ صنعت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.


