احمد مسعود په خپله یوه وروستۍ آنلاین وینا کې په خورا جرئت سره پر افغان حکومت د قدرت پر انحصار نیوکه کړې، خو دا نیوکه چې کله د هغوی له خپل تشکیلاتي جوړښت سره پرتله شي، له یو لوی تاریخي او سیاسي تناقض سره مخ کېږي. د مسعود د خیالي جبهې تر ټولو لوی ټکی دا دی چې په خپله د هغه د مشرۍ مشروعیت(!) د هېڅ ډول آزادې پروسې محصول نه دی، بلکې د خانداني سیاست له لارې واک ته رسېدلی و او اوس په هماغه اساس د یوې ډلې مشر دی.
دا څنګه ممکنه ده چې یو مشر د انحصار د ماتولو ادعا وکړي، خو خپله د وراثت او کورني میراث پر بنسټ متکي وي؟ له مسعود چې د احمد شاه مسعود د انحصار طلبې کورنۍ عضویت واخیستل شي، نو احمد به یو عادي شخص وي، داسې شخص چې حتی د څو کسیز ګروپ د مشرۍ لپاره به یې هم څوک و نه مني. دا د احمد شاه مسعود کړنې وې چې د هغه زوی احمد یې د مقاومت په نوم یوې ډلې مشرۍ ته راوستی دی. بس همدومره ده چې د پلار په نوم امتیاز اخلي.
د مقاومت په نوم د دې خیالي ډلې د فرعي بنسټونو مشران او د پرېکړې کولو صلاحیتونه په یوې محدودې قومي او جغرافیایي دایرې پورې تړلي دي، هغه دایره چې له دوی یې کلونه وړاندې لا بېزاري ښکاره کړې وه. د افغانستان په څېر په یو کثیرالقومي هېواد کې، د داسې یوې ډلې لخوا چې خپل ځان یوې محدودې دایرې پورې تړلی ښکاره کوي، د تنوع او مشارکت خبرې کول د ولس د تېر ایستلو په معنی دي. مسعود د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د خونخوارو، قاتلانو او جنګ سالار نوم یادوي چې په خپله د واک د جزیرو او قومي انحصار بنسټګران وو.
دا ډول ادعاوې افغان ولس ته د هغو سیاسیونو ناکامي سیاسي معاملې او ائتلافونه ور یادوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د هېواد شتمنۍ او واک په څو محدودو کورنیو او سیاسي معاملهګرو کې انحصار کړي وو. د مسعود ډله د هغو پخوانیو ناکامو سیاسي څېرو د بقایاوو بله بڼه ده چې غواړي د نویو اصطلاحاتو په پوښ کې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي. د هغو سیاسیونو یادونه چې اوس د هېواد په دننه کې هیڅ عملي نفوذ نه لري، یوازې د تېرو ناکامو تجربو د یاد تازه کول دي.
تر هغه چې په خپلو تشکیلاتو کې د تنوع، نوي نسل د حضور او روڼتیا عملي نمونه و نه ښودل شي، د مسعود خبرې به د یوې داسې ډلې د تبلیغاتو په توګه پاتې وي چې د ولسي ملاتړ د جلبولو لپاره له هر ډول ابزارو کار اخلي. ولس اوس د شعارونو او عمل ترمنځ په توپیر پوهېږي او دا پوښتنه ورسره ده چې که مسعود او ډله یې رښتیا هم پر مشارکت باور لري، نو ولې د دوی د جبهې په رأس کې له یوې ځانګړې کورنۍ او حوزې پرته بل هیڅوک نوي فکر لرونکي کسان شتون نه لري او لا هم د پخوانیو جنګ سالارانو پر مټو تکیه کوي؟
د احمد مسعود په خوله د مشارکت ادبیاتو د هغه د تشکیلاتي انحصار او میراثي مشرۍ تر سیوري لاندې خپل اهمیت له لاسه ورکړی. دا ډله نه شي کولای د نوي افغانستان لپاره د عدالت او برابرۍ د پیغام وړونکې وي، ځکه چې د هغوی خپله اډانه د پخوانیو ماتې خوړلو او انحصارګرو څېرو په ملاتړ ولاړه ده. که دغه ډله مشارکت غواړي، نو لومړی یې باید له ځانه پیل کړي، په خپله ډله کې دې د واقعي مشارکت بڼه وړاندې کړي او له یوې خاصې قومي او جغرافیايي کړۍ دې جوړښت وباسي، کنه نو د انحصار د نفي کولو چیغې به یې یوازې یو سیاسي تظاهر او تبلیغاتي ابزار وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


