Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مقاومت ډلې تبلیغاتي شعارونه؛ آیا احمد مسعود خپل انحصار ویني؟
    سیاسي لیکني

    د مقاومت ډلې تبلیغاتي شعارونه؛ آیا احمد مسعود خپل انحصار ویني؟

    عمران آغاعمران آغا14 جولای 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمد مسعود په خپله یوه وروستۍ آنلاین وینا کې په خورا جرئت سره پر افغان حکومت د قدرت پر انحصار نیوکه کړې، خو دا نیوکه چې کله د هغوی له خپل تشکیلاتي جوړښت سره پرتله شي، له یو لوی تاریخي او سیاسي تناقض سره مخ کېږي. د مسعود د خیالي جبهې تر ټولو لوی ټکی دا دی چې په خپله د هغه د مشرۍ مشروعیت(!) د هېڅ ډول آزادې پروسې محصول نه دی، بلکې د خانداني سیاست له لارې واک ته رسېدلی و او اوس په هماغه اساس د یوې ډلې مشر دی.

    دا څنګه ممکنه ده چې یو مشر د انحصار د ماتولو ادعا وکړي، خو خپله د وراثت او کورني میراث پر بنسټ متکي وي؟ له مسعود چې د احمد شاه مسعود د انحصار طلبې کورنۍ عضویت واخیستل شي، نو احمد به یو عادي شخص وي، داسې شخص چې حتی د څو کسیز ګروپ د مشرۍ لپاره به یې هم څوک و نه مني. دا د احمد شاه مسعود کړنې وې چې د هغه زوی احمد یې د مقاومت په نوم یوې ډلې مشرۍ ته راوستی دی. بس همدومره ده چې د پلار په نوم امتیاز اخلي.

    د مقاومت په نوم د دې خیالي ډلې د فرعي بنسټونو مشران او د پرېکړې کولو صلاحیتونه په یوې محدودې قومي او جغرافیایي دایرې پورې تړلي دي، هغه دایره چې له دوی یې کلونه وړاندې لا بېزاري ښکاره کړې وه. د افغانستان په څېر په یو کثیرالقومي هېواد کې، د داسې یوې ډلې لخوا چې خپل ځان یوې محدودې دایرې پورې تړلی ښکاره کوي، د تنوع او مشارکت خبرې کول د ولس د تېر ایستلو په معنی دي. مسعود د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د خونخوارو، قاتلانو او جنګ سالار نوم یادوي چې په خپله د واک د جزیرو او قومي انحصار بنسټګران وو.

    دا ډول ادعاوې افغان ولس ته د هغو سیاسیونو ناکامي سیاسي معاملې او ائتلافونه ور یادوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د هېواد شتمنۍ او واک په څو محدودو کورنیو او سیاسي معامله‌ګرو کې انحصار کړي وو. د مسعود ډله د هغو پخوانیو ناکامو سیاسي څېرو د بقایاوو بله بڼه ده چې غواړي د نویو اصطلاحاتو په پوښ کې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي. د هغو سیاسیونو یادونه چې اوس د هېواد په دننه کې هیڅ عملي نفوذ نه لري، یوازې د تېرو ناکامو تجربو د یاد تازه کول دي.

    تر هغه چې په خپلو تشکیلاتو کې د تنوع، نوي نسل د حضور او روڼتیا عملي نمونه و نه ښودل شي، د مسعود خبرې به د یوې داسې ډلې د تبلیغاتو په توګه پاتې وي چې د ولسي ملاتړ د جلبولو لپاره له هر ډول ابزارو کار اخلي. ولس اوس د شعارونو او عمل ترمنځ په توپیر پوهېږي او دا پوښتنه ورسره ده چې که مسعود او ډله یې رښتیا هم پر مشارکت باور لري، نو ولې د دوی د جبهې په رأس کې له یوې ځانګړې کورنۍ او حوزې پرته بل هیڅوک نوي فکر لرونکي کسان شتون نه لري او لا هم د پخوانیو جنګ سالارانو پر مټو تکیه کوي؟

    د احمد مسعود په خوله د مشارکت ادبیاتو د هغه د تشکیلاتي انحصار او میراثي مشرۍ تر سیوري لاندې خپل اهمیت له لاسه ورکړی. دا ډله نه شي کولای د نوي افغانستان لپاره د عدالت او برابرۍ د پیغام وړونکې وي، ځکه چې د هغوی خپله اډانه د پخوانیو ماتې خوړلو او انحصارګرو څېرو په ملاتړ ولاړه ده. که دغه ډله مشارکت غواړي، نو لومړی یې باید له ځانه پیل کړي، په خپله ډله کې دې د واقعي مشارکت بڼه وړاندې کړي او له یوې خاصې قومي او جغرافیايي کړۍ دې جوړښت وباسي، کنه نو د انحصار د نفي کولو چیغې به یې یوازې یو سیاسي تظاهر او تبلیغاتي ابزار وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهانصارالله غورځنګ د سعودي عربستان پر ابها‌ نړيوال هوايي ډګر توغنديز بريد کړی
    راتلونکي مقاله ټرمپ د ايران د اټومي تاسیساتو د په نښه کولو ګواښ کړی

    مربوطه لیکنې

    له بهر څخه د مقاومت چیغې، د څه شي نښه ده؟

    13 جولای 2026

    د احمد مسعود خیالي طرحې او نقشې

    12 جولای 2026

    آیا د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی سیاسي نظام دی؟

    12 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 14 جولای 2026

    د حوثیانو د سیاسي شورا غړی، حزام‌ الاسد امريکا کې ماليه ورکوونکو ته: ستاسو حکومت د سعودي رژیم د خپلو چټلو موخو لپاره کاروي او په سیمه کې جګړې او کړکېچونه زیاتوي، خو په پای کې به یې اصلي بیه امریکايي ولس پرې کړي

    د يمن د حوثیانو د سياسي شورا غړي، حزام‌ الاسد د امريکا ماليه ورکوونکو ته…

    د فارس خليج يو شمېر هېوادونو په يوه ګډ پيغام کې د ايران پر ضد د بريدونو د بيا پيل ملاتړ کړی

    14 جولای 2026

    د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر، ابراهيم عزيزي: له تشو شعارونو او ګواښونو تېر شئ، د خپلو ځاني او مالي زیانونو اصلي شمېرې خپرې کړئ

    14 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي شورا غړی، حزام‌ الاسد امريکا کې ماليه ورکوونکو ته: ستاسو حکومت د سعودي رژیم د خپلو چټلو موخو لپاره کاروي او په سیمه کې جګړې او کړکېچونه زیاتوي، خو په پای کې به یې اصلي بیه امریکايي ولس پرې کړي

    14 جولای 2026

    د فارس خليج يو شمېر هېوادونو په يوه ګډ پيغام کې د ايران پر ضد د بريدونو د بيا پيل ملاتړ کړی

    14 جولای 2026

    د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر، ابراهيم عزيزي: له تشو شعارونو او ګواښونو تېر شئ، د خپلو ځاني او مالي زیانونو اصلي شمېرې خپرې کړئ

    14 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،227 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.