رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ویروس د پراخېدو له امله خپلو وګړو ته له دغه هېواده امریکا ته د مستقیمو سوداګریزو الوتنو له لارې د سفر محدودیتونه لګولي دي.
د پرېکړې له مخې، امریکايي وګړي باید امریکا ته له تګ مخکې لږ تر لږه ۲۱ ورځې په یوه درېیم هېواد کې تېرې کړي.
د کانګو د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د ایبولا د تایید شویو پېښو شمېر ۱۹۲۶ او د مړو شمېر ۷۰۲ ته رسېدلی دی.
روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ناروغي د کانګو پلازمېنې کینشاسا ته نږدې سیمو ته هم رسېدلې او د لا پراخېدو خطر یې زیات شوی دی.


