د پنجشېر ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وایي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۹۵ قيراطه زمرد د ۲ میلیونه ۱۱۹ زره افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.


