د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د جولای په ۱۴مه یې د ایران پر ضد د هوايي بریدونو نوی پړاو ترسره کړی دی.
سنټکام ویلي، دغه عملیات د ختیځ پر وخت د شپې په ۱۰ بجو پیل شول او د هرمز تنګي او د ایران ساحلي سیمو ته څېرمه د ایران لسګونه پوځي هدفونه په نښه شول.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ په وینا، په دې عملیاتو کې جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري ځواکونو برخه اخیستې وه، چې د اوو ساعتونو په ترڅ کې یې د ایران د توغندیو او ډرونونو اډې، سمندري وړتیاوې او ساحلي دفاعي سیستمونه هدف وګرځول.
سنټکام ویلي، د دغو بریدونو موخه د ایران د هغو وړتیاوو کمزوري کول دي، چې د دوی په وینا د سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو لپاره ګواښ بلل کېږي.
دغه راز امریکا دا هم ویلي، چې د ایران بندرونو ته د تلونکو او راګرځېدونکو بېړیو پر وړاندې یې سمندري بندیز بېرته نافذ کړی، چې د ختیځ پر وخت د ماسپښین په ۴ بجو عملي شوی دی.
سنټکام زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به د ولسمشر په امر نور عملیات هم ترسره کړي.


