د احمد مسعود په وروستیو څرګندونو کې د سیمې او نړۍ د اوسنیو جیوپولیټیکي واقعیتونو په اړه د درک کچه پر نشت حساب ده. هغه ادعا کوي چې د مخالفینو ترمنځ اختلاف نشته او د اختلاف روایتونه یوازې د خلکو او نړۍ د ناامیده کولو لپاره دي؛ مګر دا پخپله د حقیقت د پټولو هڅه ده. حقیقت دا دی چې په نړیوال او سیمهییز سیاست کې د واک معادلې په بنسټیزه توګه بدلې شوې دي او د نړۍ هېوادونه د شعاري، متفرقو او بې واکه ډلو پر ځای، له هغو واقعیتونو سره د تعامل او ثبات په لور روان دي چې پر جغرافیو واک لري، چې په دې کې د مسعود خیالي ډلې ته هیڅ ځای نشته، ځکه نه جغرافیه په واک کې لري او نه د واقعیت په توګه د منلو وړ ده.
د مسعود دا خبره چې «مخالفین متحد دي او له ګډو اصولو پیروي کوي»، د نوي نړیوال نظم د جریانونو په وړاندې یو ډول تېروتنه ده. نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان، ډېر ښه پوهېږي چې د ویانا، پاریس او نورو غونډو د ګډونوالو ترمنځ څومره ژور اختلافات او د واک پر سر سیالۍ راپورته شوې وې. د سترو هېوادونو اوسنۍ جیوپولیټیکي ګټې د امنیت په خوندیتوب او له شته حکومت سره په اقتصادي تعامل کې دي، نه د هغو متناقضو جبهو په ملاتړ کې چې حتی د یوه ګډ مشر پر ټاکلو هم نه سره جوړېږي.
د تش په نوم مقاومت ډلې د سیاسي ځایګاه نشتوالی په نړیوالو معادلو کې د دې ښکارندوی دی چې دا ډله د بهرني سیاست د دستګاوو لپاره دمګړی د یوې ماتې شوې انحصاري ډلې په توګه قرار لري. د دوی غوښتنې او طرحې ځکه د نړیوالو لخوا په جدي توګه نه اورېدل کېږي چې هغوی پوهېږي دا جبهه د افغانستان په داخل کې د هیڅ ډول ستراتیژیک بدلون راوستلو ظرفیت نه لري. له همدې امله، د مسعود سیاسي ادبیات او د مخالفینو په منځ کې د یووالي پر دروغجنو روایاتو ټینګار د نړیوالو پرېکړو پر محور د اغېز شیندلو لپاره نه، بلکې یوازې د یوې وړې او ګوښه شوې ډلې د بقا او تمویل لپاره دي.
په سیمه کې د نوي سیاسي او امنیتي چاپیریال رامنځته کېدل دا په ډاګه کوي چې هېڅ هېواد نه غواړي د مسعود د ډلې، د خیالي پلانونو او پخوانیو کسانو د بیا واک ته رسولو لپاره خپلې ملي او امنیتي ګټې په خطر کې واچوي. روسیه، چین، د منځنۍ اسیا هېوادونه او حتی لوېدیځه نړۍ، ټول په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې له یو مرکزي او قوي قدرت سره تعامل ولري ترڅو ثبات تأمین او د ګډوډیو مخه ونیول شي.
په نړیوالو اړیکو کې اهمیت پر ځمکنۍ واکدارۍ او د قدرت پر سرچینو د ولکې له مخې اندازه کېږي؛ دغسې یوه ډله چې د خپل هېواد دننه هیڅ هم و نه لري، د هغوی هر ډول غوښتنه به د بهرنیو هېوادونو لپاره بې ارزښته وي. مسعود په خپلو ویناوو کې غواړي ځان او خپل ملګري یو نړیوال منل شوی او متحد بدیل وښيي، خو په حقیقت کې د سیمې له حقیقي سیاسي جریانونو څخه په بشپړه توګه حذف شوی دی.
د احمد مسعود او د هغه د ډلې ناتواني دا ثابتوي چې د هغوی سیاسي څرګندونې د نوي نړیوال نظم له غوښتنو سره هیڅ سمون نه لري. د نړیوالو او سیمه ییزو واقعیتونو په درک کې د دوی پاتې راتلل او د اختلافاتو د پټولو دا ناکامه هڅه به د دې لامل شي چې د هغوی طرحې یوازې په شعارونو بدلې شي چې د افغان ولس د برخلیک په روښانولو کې هیڅ ډول رول نه شي لوبولای او یوازې د هغوی د تبلیغاتي ابزارو په توګه کارول کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


