د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د «نصر ۲» عملیاتو پر دوام یې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر مهمو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
سپاه ویلي، چې د عملیاتو په څلورمه څپه کې یې د کویټ په مینا عبدالله کې د امریکا د لوېدیځې اسیا د لوژستیک او اکمالاتو اصلي مرکز (KJL) په نښه کړی او ویجاړ کړی دی.
د سپاه د عامه اړیکو دفتر په یوه بل بیان کې ادعا کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د قوماندې او کنټرول مرکز، د NSI مدیریت مرکز، د پوځي پرزو او تجهیزاتو لوی ګودامونه او د سونتوکو زېرمې هدف ګرځولي او ویجاړ کړي دي.


