د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د تخنیکي همکاریو، د معیارونو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر زیاتوالي ټینګار کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر په یاده لیدنه کې ویلي، چې د صادراتو او وارداتو معیاري کول د ادارې اساسي مسوولیتونو دي او د معیارونو رعایت د توکو د کیفیت لوړولو، د خلکو د روغتیا او عامه ګټو په ساتنه کې مهم رول لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ایران سفیر ویلي، چې د ایران د سټنډرډ اداره چمتو ده، چې د معیار جوړونې او تخنیکي تجربو د لېږد په برخه کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي. هغه د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ته ایران ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت، د تخصصي همکاریو د پراختیا او د شته ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې پر دوام ټینګار کړی.


