د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا له لوري د ایران په سوېل کې پر څو پلونو تر بریدونو وروسته، ایران د لوېدیزې اسیا په پنځو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ توغندیز او بېپیلوټه بریدونه پیل کړي دي.
د راپور له مخې، په بحرین، کویټ، قطر، اردن او عراق کې د امریکا اډې په نښه شوې دي. دا هم ویل شوي، چې د بحرین او سعودي عربستان ترمنځ د ملک فهد پل هم بمبار شوی دی.
فارس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې امریکايي ځواکونو د ایران په سوېل کې څو پلونه په نښه کړي، ترڅو بندرعباس ته د اکمالاتي لارو تګ راتګ ګډوډ کړي.
د راپور له مخې، د کویټ پوځ ویلي، چې د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو د شنډولو لپاره یې هوايي دفاعي سیستمونه فعال کړي دي. همدارنګه په بحرین کې د خبرداري زنګونه وهل شوي او د امریکا پنځمه سمندري اډه هم د برید هدف بلل شوې ده.


