Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس د ګډوالۍ سازمان له رئیسې سره لیدلي
    افغانستان

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس د ګډوالۍ سازمان له رئیسې سره لیدلي

    عمران آغاعمران آغا16 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې عمومي رئیس، ملا نورالدین ترابي، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له رئیسې میا پارک او مل پلاوي سره په لیدنه کې د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د بنسټیزو او وقایوي پروژو پر پراختیا او د دواړو ادارو پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې آماده‌ګۍ ادارې رئیس ویلي، که څه هم خوراکي او غیرخوراکي مرستې مهمې دي، خو دوامدارې پایلې هغه مهال ترلاسه کېږي، چې لومړیتوب وقایوي او بنسټیزو پروژو ته ورکړل شي. هغه زیاته کړې، چې د خطر له ګواښ سره مخ سیمې د ادارې له لوري سروې شوې او اړوندې پروژې باید د همدې ادارې په همغږۍ عملي شي.

    په ورته وخت کې د (IOM) رئیسې میا پارک ویلي، چې د دې سازمان له لوري په هېواد کې د پلي شویو ۷۳ پروژو ۹۰ سلنه د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له پلانونو سره سمې عملي شوې دي. هغې ډاډ ورکړی، چې راتلونکې پروژې به هم د یادې ادارې د لومړیتوبونو او ستراتیژۍ له مخې طرحه او پلي کېږي.

    د غونډې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر دوام او د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره د رضاکارانو د ازمایښتي پروګرام پر عملي کېدو هم ټینګار کړی.

    مخکینۍ مقالهد بلخ امنیتي او تصفیوي کمېسیون د امنیت د پیاوړتیا او ملکي چارو د ښه تنظیم لپاره مهمې پرېکړې کړي
    راتلونکي مقاله ایران په پنځو هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کړي

    مربوطه لیکنې

    په درې ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي

    15 اکتوبر 2026

    میدان وردګو کې د مجاهد په نوم موزیم پرانیستل شو

    15 اکتوبر 2026

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره کتلي

    14 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 16 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/٢٤ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 اکتوبر 2026

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.