د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې خپله قونسلګري به په تدریجي ډول وتړي. د یاد وزارت په وینا، دا پرېکړه د ډیپلوماټیکو کارکوونکو د امنیت، د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د فعالیتونو د تنظیم په موخه شوې ده.
له دې وروسته به د خیبر پښتونخوا اړوند قونسلي چارې اسلاماباد کې د امریکا سفارت او نورو ډیپلوماټیکو مرکزونو له لارې پر مخ وړل کېږي. امریکايي چارواکو ویلي، چې د قونسلګرۍ تړل به د امریکا د اساسي ګټو، د اتباعو د خدمتونو او اړوندو پروګرامونو پر دوام اغېز ونه کړي.
د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه په داسې مهال شوې، چې په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو او سیاسي بېثباتۍ اندېښنې زیاتې شوې دي. په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
بل لور ته ځینې راپورونه وایي، چې فرانسې هم په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې، خو د دې موضوع په اړه لا تر اوسه د فرانسې د رسمي سرچینو پراخ وضاحت نه دی خپور شوی.


