د جمهوریت له سقوط او د هغه د مشرانو له تېښتې نږدې پنځه کاله تېر شوي؛ خو داسې ښکاري چې د احمد مسعود، سمیع سادات او نورو مخالفو څېرو لپاره وخت درېدلی دی. دوی لا هم هماغه تکراري خبرې، هماغه پخوانۍ ژمنې او د «افغانستان د آزادۍ» هماغه شعارونه تکراروي؛ ګواکې په دې پنځو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او خلکو هم د دوی تېرې کړنې او کارنامې هېرې کړې دي.
نن سبا احمد مسعود او سمیع سادات یو ځل بیا په ټینګار اعلان کړی چې «د هېواد تر آزادۍ(!)» پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او دا یوازینۍ ممکنه لار بولي. خو که د دوی د نږدې پنځو کلونو کړنو او فعالیتونو ته وګورو، داسې ښکاري چې د بې معنی او ستړي کوونکو شعارونو له تکرار پرته، چې ښايي د دوی لپاره د پیسو د ترلاسه کولو وسیله او پلمه وي؛ بل هېڅ څه په لاس نه دي ورغلي. نه یې کومه سیمه تر خپل واک لاندې راوستې، نه یې کومه پوځي یا سیاسي بریا ترلاسه کړې او نه یې د ځان په ګټه کوم څرګند او محسوس بدلون رامنځته کړی دی.
د نږدې پنځو کلونو په اوږدو کې نه یوازې دا چې و نه توانېدل د افغانستان حتی یوه لوېشت خاوره هم د خپل ثابت مرکز په توګه تر ولکې لاندې راولي، بلکې ورځ تر بلې له سیاسي او نړیوال ډګر څخه هم لا ډېر ګوښه او منزوي شول. له پرله پسې سفرونو، نمایشي غونډو، پراخې لابي ګرۍ او د بهرنیانو له ملاتړ سره سره، نه یې کوم باوري ملاتړی وموند او نه یې وکولای شول ځان د یوه رښتیني بدیل په توګه معرفي کړي. هغه څه چې پاتې دي، یوازې څو رسنیزې ناستې، څو تکراري مرکې او د هغو ژمنو اوږده لړۍ ده چې هېڅکله یې د عملي کېدو بڼه خپله نه کړه.
حقیقت دا دی چې د همدې جبهو د مشرانو لویه برخه خپله د جمهوریت له اصلي ستنو څخه وو؛ هغه رژیم چې د پراخ فساد، وابستګۍ، کورنیو اختلافونو، کمزورې ادارې او پرله پسې ناکامیو له امله یې د افغانستان خلک تر پوزې رسولي وو او په پای کې په نه تصور کېدونکې چټکۍ سره ونړېد. د همدې څېرو ډېره برخه د کلونو لپاره د واک په لوړو پوړیو کې وو، ځینې قوماندانان وو، ځینې وزیران، ځینې سلاکاران او ځینو یې په امنیتي او سیاسي جوړښتونو کې مهم او ټاکونکی رول درلود. که دوی رښتیا هم باور لري چې د افغانستان لپاره شعارونه ورکوي، نو ولې هغه مهال چې ټول امکانات، میلیاردونه بودیجې، بهرنی ملاتړ او رسمي واک ورسره وو، ونه توانېدل هېواد د اخلاقي فساد، اقتصادي ناورینونو، چور، چپاول او بې کفایتۍ له ناورین څخه وژغوري؟ ایا همدوی د دغو ټولو ستونزو اساسي لامل نه وو؟
هو، د هغې دورې کارنامې لا هم د خلکو له ذهنونو نه دي وتلې؛ هغه کلونه چې فساد په یوه اداري فرهنګ بدل شوی و، د واک پر سر شخړو خلکو ته د خدمت ځای نیولی و، شخصي او ډله ییزو ګټو ته د ملي ګټو په پرتله لومړیتوب ورکول کېده، ناامني ورځ تر بلې پراخېدله، اقتصاد له ژور ناورین سره مخ و او هره ډله د هېواد د راتلونکي پر ځای د خپلې ونډې او مقام د ساتلو په فکر کې وه.
اوس همدا کسان، پرته له دې چې د خپل تېر مسؤولیت ومني یا د خپلو کړنو حساب ورکړي، یو ځل بیا د مدعي په توګه راڅرګند شوي او د افغانستان د ژغورنې نسخې وړاندې کوي. خو خلک له ځانه پوښتي چې دې څېرو د وطن د خدمت، له فساد سره د مبارزې، د امنیت د ټینګښت، د اقتصادي پیاوړتیا او یا د خلکو د ګټو د دفاع په برخه کې کومه داسې د پام وړ او مثبته کارنامه پرېښې ده چې نن بیا د خلکو د باور د ترلاسه کولو تمه ولري؟
سیاسي باور په شعارونو نه ترلاسه کېږي؛ باور د کارنامې له لارې رامنځته کېږي او د دوی کارنامې د دې پر ځای چې د خلکو د باور د جلبولو پانګه وي، د بې ځوابه پوښتنو او نیوکو دروند بار له ځان سره لېږدوي.
نن د دې جریان لپاره تریخ حقیقت دا دی چې شعار هېڅکله د عمل ځای نه شي نیولای. په شعارونو نه ولسي مشروعیت ترلاسه کېدای شي، نه جغرافیه تر واک لاندې راوستل کېدای شي، نه سیاسي معادلې بدلېدای شي او نه هم د خلکو له لاسه وتلی باور بېرته راګرځېدای شي. د یوې ادعا پرله پسې تکرار، که هر څومره په لوړ غږ، په بېلابېلو رسنیو کې او د نورو په ملاتړ ترسره شي، هېڅکله هغه په حقیقت نه شي بدلېدلای.
که له پنځو کلونو وروسته د دې ټولو ادعاوو پایله یوازې څو اعلامیې، څو تبلیغاتي ویډیوګانې او څو تکراري مرکې وي، نو بیا دې ته «مبارزه» نه شي ویل کېدای؛ بلکې دا باید د یوې ناکامې پروژې دوام وګڼل شي چې یوازې نوی پوښ او بڼه ورکړل شوې ده. د افغانستان خلک نن تر بل هر وخت ښه د شعار او عمل، ادعا او کارنامې، تبلیغاتو او واقعیت ترمنځ توپیر کولی شي، تر هغه چې دا جریان د خپل تېر په اړه روښانه او قانع کوونکی ځواب وړاندې نه کړي، نوې شعارونه به یې هم د هماغو پخوانیو بې پایلې ژمنو له تکرار څخه ډېر ارزښت و نه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


