د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د افغانستان د غالیو صنعت لا هم د هېواد له مهمو تولیدي او صادراتي سکټورونو څخه دی او دا مهال شاوخوا یو میلیون کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دغه برخه کې کار کوي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، افغان حکومت د لاسي صنایعو، په ځانګړي ډول د غالیو صنعت پراختیا او ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کړې او د تولیداتو د ودې لپاره یې بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د ۱۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نږدې ۷۶۰ زره متر مربع افغاني غالۍ د اروپا، عربي او افریقایي هېوادونو ترڅنګ ترکیې، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او روسیې ته صادرې شوې دي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې د افغاني غالیو د بازار موندنې او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره په هېواد دننه او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې ځانګړي نندارتونونه هم جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني غالۍ اوس بهرنیو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي او د لوړ کیفیت، ښکلي ډیزاین او دودیز هنر له امله یې نړیوال شهرت نور هم پراخ شوی دی.


