باوري سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیوف د ۱۷۰ سوداګرو او پانګهوالو په ګډون د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي، چې ټاکل شوې له افغان چارواکو سره د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
تمه ده، چې د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخو کې څو هوکړهلیکونه هم لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده، سبا یکشنبې ورځ به د ازبکستان د فرغانې ولایت والي هم د ۱۳۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.


