د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پنځه ورځني نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې په دې کچه نندارتون جوړېږي، چې د هېواد د ټکنالوژۍ د ودې او نوښتونو د معرفي کولو لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
نوموړي وویل، دا مهال د حکومت او خصوصي سکټور له لوري په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ مخابراتي سایټونه فعال دي او د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دولتي ادارو د سیستمونو جوړول او برېښنايي کول د بیروکراسۍ د کمېدو، روڼتیا د زیاتوالي او خلکو ته د خدمتونو د چټک او اسانه وړاندې کولو لپاره اړین دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، افغان حکومت ژمن دی چې د کاغذي چارو کچه راټیټه، اداري بهیرونه برېښنايي او خلکو ته عامه خدمات لا اسانه کړي. هغه همداراز ډاډ ورکړ چې حکومت به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته دوام ورکړي.


