تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) اعلان کړی، چې د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې ټولټال ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د پنټاګون د وروستیو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د ایران د بریدونو له امله ۴ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، امریکايي چارواکي ټینګار کوي، چې دغه شمېرې رسمي دي، خو ایراني لوري تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د امریکا د تلفاتو حقیقي شمېر له رسمي اعلان شویو ارقامو څخه ډېر لوړ دی او د دوی په وینا، د وژل شویو امریکایي ځواکونو شمېر له ۲۰۰ تنو اوښتی دی.


