د ریاستالوزراء عالي مقام د دفتر رئیس، ډاکټر ملا عبدالواسع خادم وايي، افغان حکومت د رسنیو د پیاوړتیا، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او د رسنیو د مسلکي ملاتړ لپاره ژمن دی.
نوموړي د «حکومت د رسنیو په هنداره کې» برنامې د پرانیستې پر مهال وویل، رسنۍ د ټولنې د پوهاوي، شفافیت او د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو مهمه وسیله ده.
د هغه په وینا، حکومت هڅه کوي رسنیو ته پر وخت، کره او باوري معلومات وړاندې کړي او له رسمي سرچینو سره یې اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، د دې برنامې له لارې به د حکومتي ادارو فعالیتونه او لاسته راوړنې په منظم او مسلکي ډول له خلکو سره شریکېږي.


