د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د طبي تجربو د شریکولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ بېلاروس ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې د دغه سفر پر مهال به جلالي د بېلاروس د روغتیا وزارت له مشرتابه سره وګوري او د روغتیايي خدمتونو، طبي زدهکړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي برخو په اړه به د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وکړي.
د سفر په ترڅ کې به د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس له دولتي طبي پوهنتون، دولتي درمل جوړونې شرکت، د زړه ناروغیو او سرطان د درملنې له علمي او عملي مرکزونو، د حفظالصحې، اپیدیمولوژۍ او عامې روغتیا له مرکز او یوه کلینیکي بېړني روغتون څخه هم لیدنه وکړي.


