فارس خبري اژانس د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلي، چې د روانو موسمي بارانونو او ورپسې راوتلو سېلابونو له امله تر اوسه په پاکستان کې ۱۰۹ کسان مړه او ۳۴۴ نور ټپیان شوي دي.
د فارس اژانس د خبر په حواله د جون میاشتې له وروستیو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله سلګونو کورونو ته هم زیان اوښتی دی، چې ډېری قربانیان د کورونو او چتونو د نړېدو له امله مړه شوي او تر ټولو ډېر زیان خیبر پښتونخوا ایالت ته اوښتی دی.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د روانې اوونۍ تر پایه د نورو سختو بارانونو احتمال هم شته او ښايي یو ځل بیا مرګوني سېلابونه راشي.


