د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د نشهيي توکو د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
مولوي امیر خان متقي د بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي او زیربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې افغان حکومت به له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د UNDP نوي استازي تورهان صالح هم د افغانستان له لومړیتوبونو سره د یاد سازمان د پروګرامونو د همغږۍ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې دغه اداره به د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ د پراختیايي پروژو او ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


