Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د پدرام څرګندونو د مخالفینو واقعي ماهیت روښانه کړ
    تبصرې

    د پدرام څرګندونو د مخالفینو واقعي ماهیت روښانه کړ

    عمران آغاعمران آغا29 جولای 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو تنو امن اخلالوونکو هڅه وکړه چې سیمه ناامنه کړي، خو هڅې یې شنډې او له خنډ سره مخ شوې، خو دا پېښه د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ د اختلاف او درزونو د پراخېدو لامل وګرځېده. د احمد شاه مسعود پخواني ملګري او د فدرالي افغانستان غوښتونکي عبدالطیف پدرام وروستیو څرګندونو د افغان حکومت د مخالفو وړو ډلو ترمنځ، خپل منځي بې ‌باوري، اختلاف او درز په روښانه توګه نندارې ته وړاندې کړ. نوموړي په ډاګه ویلي، چې پر بهرنیانو د تکیې له لارې او اروپا څخه د افغانستان آزادي نه شي ترلاسه کېدای. دې څرګندونو په اصل کې دا حقیقت روښانه کړ چې دا ډلې له هېواده بهر یوازې په حاشیو کې واقع دي.

    د پدارم څرګندونو ثابته کړه چې بهر مېشتي مخالفین آن پخپله پر یو بل باور نه لري او نه شي کولای په واقعي ډګر کې کوم مثبت او بدلون راوستونکی ګام اوچت کړي. همدارنګه د پدارم له خوا د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان پر مرستو او لارښوونو د تکیې اعتراف د دغو مخالفو ډلو خپلواکي او حیثیت په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راوست. پدرام پر دې واقعیت اعتراف وکړ چې د آزادۍ جبهې محدود بریدونه د پاکستان تر واک لاندې چترال سیمې څخه تنظیمېدل او دا ډول حرکتونه له بهرنیو استخباراتي حلقو سره تړل شوي وو. په افغاني ټولنه کې پر ګاونډیانو او په ځانګړې توګه پر پاکستان تکیه تل خورا منفوره ثابته شوې، چې د دغو کمزورو تحرکاتو په لیدلو، مخالفین د خلکو په افکارو کې لا ډېر منفور شول.

    په عین حال کې په بدخشان کې د مخالفینو د تشو تبلیغاتي فعالیتونو او غوغا ماهیت په بشپړ ډول افشا شو. د بدخشان په زېباک او نورو سیمو کې د افغان حکومت د مسؤلینو فعال حضور او آن د پدرام اعتراف وښودله چې د بدخشان په زېباک ولسوالۍ او نورو سیمو کې هیڅ کومه د پام وړ نښته نه وه رامنځته شوې او وضعیت بالکل ارام و. د مخالفینو خپرې شوې ادعاوې بې بنسټه دي او د رسنیز پام د جلب په موخه د ځینو عربي هېوادونو د جګړو ویډیوګانې خپروي.

    پر دغو ماتې خوړلو ډلو او سیاسیونو د عامو خلکو ژوره بې ‌باوري له لرې ښکارېده، خو د مخالفینو له منځه د پدرام اعتراف لا روښانه کړه او ویې ویل، چې ولس پر آزادۍ جبهې او مقاومت جبهې باور نه لري. دا اعتراف د دې څرګند دلیل کېدای شي چې نه یوازې افغان ولس، بلکې پخپله د مخالفینو دننه کلیدي کسان هم له تبلیغاتي ډرامو ستړي شوي او له پردیپالو او نیابتي هڅو څخه سخت بېزار دي. د مخالفینو لویې تبلیغاتي هڅې بیرته د دوی له منځه رد او شنډېږي.

    که واقعیتونو او د لطیف پدرام وروستیو څرګندونو ته وکتل شي، پخپله د دغو نیابتي ډلو پاشلی، کمزوری او پر بهرنیو مستقیمو مرستو ولاړ حالت د دوی غلامي او انشعاب په ډاګه کوي. له پاکستانه د بې اغېزو بریدونو طرحه کول، بې ‌نتیجې رسنیزو تبلیغاتو او د ولس لخوا د دوی په وړاندې قاطع غبرګون داسې واقعیت رامنځته کړ چې دا ډلې د افغان حکومت د ثبات لپاره هیڅ ډول متوجه ګواښ نه ګڼل کېږي او مبارزه(!) یې یوازې په بهرني مادي او استخباراتي توښې پورې تړلې ده.

    مخکینۍ مقالهد بهرنیو چارو وزیر د UNDP له نوي استازي سره د پراختیايي همکاریو په اړه خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    13 جولای 2026

    د پاکستان پوځي رژیم؛ د بې‌ثباته افغانستان په لټه کې

    29 جون 2026

    د پوځ تر واک لاندې چترال، د مخالفو ډلو د تبلیغاتي ډرامو کوربه دی

    28 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 29 جولای 2026

    د پدرام څرګندونو د مخالفینو واقعي ماهیت روښانه کړ

    په دې وروستیو کې د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو تنو امن اخلالوونکو هڅه وکړه…

    د بهرنیو چارو وزیر د UNDP له نوي استازي سره د پراختیايي همکاریو په اړه خبرې کړي

    28 جولای 2026

    د جاپان سفیر د افغانستان د امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ستاینه کړې

    28 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پدرام څرګندونو د مخالفینو واقعي ماهیت روښانه کړ

    29 جولای 2026

    د بهرنیو چارو وزیر د UNDP له نوي استازي سره د پراختیايي همکاریو په اړه خبرې کړي

    28 جولای 2026

    د جاپان سفیر د افغانستان د امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ستاینه کړې

    28 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.