ډیلي پاکستان راپور ورکړی، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی عبدالله طارق په لاهور کې د وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
د راپور له مخې، برید د دوو موټرسایکل سپرو کسانو له لوري شوی او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
دا پېښه په داسې مهال شوې، چې د تحریک انصاف ګوند له سختو سیاسي فشارونو سره مخ دی.
د ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته زنداني دی، چې تحریک انصاف یې د حکومت او د پوځ د مشر عاصم منیر له لوري د سیاسي فشارونو یوه برخه بولي؛ خو حکومت دا ادعاوې ردوي.


