تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کېیف د ډرون او بالستیک توغندیو بریدونه کړي او په ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپور له مخې، د کېیف ښاروال ویلي، چې روسیې د پنجشنبې په سهار د بالستیک توغندیو په وسیله د اوکراین پلازمېنه په نښه کړې او له اوسېدونکو یې غوښتي چې پناهځایونو ته ولاړ شي. هممهاله، رویټرز هم په ښار کې د پرلهپسې چاودنو د اورېدو خبر ورکړی دی.
راپور زیاتوي، دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی و، چې روسیه د پراخو بریدونو چمتووالی نیسي.


