والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا د ایران له وروستیو بریدونو او د خپلو پوځي اډو له زیانمنېدو وروسته په کویټ کې د خپل پوځي حضور د بیاکتنې په حال کې ده.
د راپور له مخې، واشنګټن د کویټ له پوځي اډو سره د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله د ځواکونو د شمېر کمولو په ګډون بېلابېلې لارې څېړي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
راپور زیاتوي، چې کویټ لا هم له امریکا سره امنیتي همکارۍ مهمې بولي، خو هڅه کوي خپل دفاعي توان، په ځانګړي ډول هوايي دفاعي سیستمونه، پیاوړي کړي.


