له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حکومت مشرتابه د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینانو، مرکزي رئیسانو، د دیني جامعاتو او امارتي پوهنتونونو له رئیسانو سره په لیدنه کې د علمي ادارو پر مسوولیتونو، د نظام پر پیاوړتیا او محصلینو پر هر اړخیزې روزنې ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې د افغان حکومت مشرتابه ویلي، علماوو ته الله تعالی د دین د بیان، د خلکو د اصلاح او د ټولنې د لارښوونې مهم مسوولیت ورکړی دی او علماء باید خپل دغه مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نوموړي زیاته کړې، چې د حکومت د چارو د سمون لپاره د علماوو لارښوونه او د مسوولینو اجرات باید په همغږۍ مخته ولاړ شي، ترڅو د ټولنې د اصلاح زمینه برابره شي.
د افغان حکومت مشرتابه د نظام د استحکام لپاره پر اطاعت، اتفاق او وحدت ټینګار کړی او ویلې دي، چې ټول مسوولین باید د خپلو دندو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، هغه د پوهنتونونو مسوولینو ته ویلي، چې د محصلینو روزنه ځانګړی اهمیت لري، ځکه له همدې ځایه راتلونکي ډاکتران، انجنیران، متخصصین او دولتي کارکوونکي ټولنې ته وړاندې کېږي او ټینګار یې کړی، چې محصلین باید په علمي او ديني برخو کې په ښه توګه وروزل شي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چېد ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او ګډونوالو له مشرتابه سره خپل بیعت بیا تازه کړ.


